د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د فواد چوهدري خلاف د حکومتي چارواکو د هڅولو په مقدمه کښې د فرد جرم اورېدنه ځنډولې ده.

باغي ټي وي رپورټ
فواد چوهدری نن د اسلام آباد سیشن عدالت ته حاضر نه شو او د خپل وکیل په ذریعه د حاضری نه استثنیٰ درخواست جمع کړو.
د فواد چوهدري وکيل فيصل چوهدري وويل چې موکل يې ناروغه دى نو نن حاضر نه شي نو هغه ته دې د حاضرۍ څخه استثنيٰ ورکړل شي.
د قاضي طاهر عباس سپرا د پوښتنې په ځواب کې وکيل فيصل چوهدري وويل چې د فواد چوهدري صحت د موسم د بدلېدو له وجې خراب شوی دی.
قاضي ريمارکس ورکړو چې فواد چوهدري د ګرمۍ شاک نه دی خوړلی. که پر فواد چوهدري تورن شي، له هغه وروسته به اوږده رخصتي واخلي، فواد چوهدري او تاسو هم د خپلې روغتیا خیال ساتئ.
د ايډيشنل سيشن جج طاهر عباس سپرا د فواد چوهدري د استثنیٰ درخواست منلی او هغه ته يې په راتلونکې اورېدنه کې د حاضرېدو امر کړی دی.
عدالت د فواد چوهدري خلاف مقدمه کښې د فرد جرم لپاره د جولائي اوومه نېټه ټاکلې ده.






