په پاکستان کې دامريکا سفير ډونلډ بلوم وئيلي دي چې دى غواړي د ائي ايم ايف سره د پاکستان يو کاميابه پروگرام وويني او هيله لري چې پاکستان به دتيرو ستونزو په شان په موجوده بحران هم قابو ومومي.

0
225

باغي ټي وي رپورټ

ډونلډ بلوم په کراچۍ کې د پاکستان کونسل آف فارن ریلیشنز لخوا په کراچۍ کې د پاکستان او امریکا د تعلقاتو په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، IMF یوه خپلواکه اداره ده چې د پالیسۍ د چوکاټ له مخې کار کوي، د پاکستان او IMF ترمنځ د یوې کاميابۍ په هیله. معامله

ده ووئيل امريكا د پاكستان پرمختګ او سوكالي غواړي، امريكا غواړي چې د آئي اېم اېف سره د پاكستان پروګرام كامياب وي او د پاكستان لويه ستونزه د اقتصاد ده كوم چې دوي حل كول غواړي۔ دامريکا سفير وئيلي دي چې مونږ هيچا ته منزوي کول نۀ غواړو، چين سره تجارتي اړيکې لرو، دپاکستان اؤ امريکا تجارتي اړيکې د وخت په تيريدو سره مخ په زياتيدو دي.

ډونلډ بلوم زیاته کړې، چې په سېلابونو کې یې له پاکستان سره هر ډول ممکنه همکاري کړې، د کرونا ویروس ۸۰ میلیونه وړیا واکسینونه یې ورکړي، د پاکستان د باثباته او پیاوړي کولو لپاره به همکاري روانه وي.

په پاکستان کې دامريکا سفير ډونلډ بلوم وويل کراچۍ دپاکستان په اقتصادي پرمختيا کې مهم کردار لري، مونږ بايد ماضي پريږدو اؤ دراتلونکي په اړه خبرې وکړو، مونږ پاکستان ديو داسې هيواد په توګه ليدل غواړو چرته چې سرمايه کارۍ راځي.

د پاکستان کونسل آف فارن ریلیشنز تر سیوري لاندې جوړ شوي پروګرام کې د پاکستان پخواني چیف جسټس ګلزار احمد، احسن مختار زبیري او سید حسن حبیب ګډون کړی وو.

Leave a reply