پخوانۍ سفارتکارې ملیحه لودهي ویلي دي چې د پیسو د نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د پروګرام د را ژوندي کولو لپاره باید خپل کور ته دننه کړو.

0
174

باغي ټي وي رپورټ

د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کې خبرو کې نوموړي وويل د اقتصادي بحران ځواب اقتصادي دی نه سفارتي، سياسي مشران د خپلې نا اهلۍ پړه په نورو اچوي او يا په سازش تورنوي.

دغه پخواني ديپلومات زياته کړه، چې که د ماليې وزارت دومره بې کفايته وي، چې اقتصادي موخې نه شي پلي کولاى، نو ډيپلوماسي به کومه حل لاره ونه لري.

ملیحه لودهي وویل که جیو پولیټکس وي نو د خزانې وزیر د امریکې سفیر سره ولې ملاقات کوي.

Leave a reply