د خارجه دفتر لخوا د امريکې او هند په ګډ بيان باندې د سخت ردعمل څرګندولو سره د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې د امريکې او هند په ګډ بيان کښې د پاکستان حواله ورکول غير ضروري او ګمراه کوونکې دي۔ د دیپلوماتیکو اصولو خلاف دی او سیاسي اهمیت لري.

باغي ټي وي رپورټ
وياند د ترهگرۍ په ضد د امريکې سره د پاکستان د نزدې همکارۍ باوجود په اعلاميه کې د دې مسلې په شاملولو د حيرانتيا څرگندونه وکړه او وې وئيل چې پاکستان د ترهگرۍ په ضد جگړه کې بې سارې قربانۍ ورکړي دي، د قانون نافذونکو ادارو او وسله والو ځواکونو د قربانۍ په ورکولو سره يې يو مثال قائم کړى دى. ژوند کوي
وياند ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د اقليتونو له ظلم او استبداد څخه توجه اړول غواړي٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې هر ډول تورونه لګول بالکل غلط دي۔
ده ووئيل چې مشتركه بيان په سيمه كښې د ترينګلتيا او بې ثباتۍ د مهمو سرچينو په ګوته كولو كښې ناکامه شوے دے۔
ویاند زیاته کړې چې پاکستان هند ته د امریکا لخوا د پرمختللې پوځي ټیکنالوجۍ د سپارلو په اړه هم اندېښمن دی، دا ډول کړنې په سیمه کې پوځي بې ثباتي زیاتوي.
دبهرنيو چارو ددفتر وياند وويل ديو اړخيز دريځ څخه دې ډډه وشي.