د خوست د پوهنې ریاست: په دغه ولایت کې ۱۳ زره هلکان او نجونې له زده کړو بې برخې دي

د خوست د پوهنې رياست د نشراتو رييس سيد کبير سنګين وويل: “نږدې ديارلس زره هلکان او نجونې چې د زده کړو عمر ته رسېدلي، خو د لرې واټن، بې وزلۍ او د ښوونيزو مرکزونو د لرې والي له امله له زده کړو بې برخې دي.”
د خوست د بېلابېلو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي هم د ښوونځيو نشتوالى له زده کړو د خپلو ماشومانو د بې برخې کېدو يو مهم لامل بولي او له سرپرست حکومت څخه د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
(2023 / 6 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خوست د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ديارلس زره هلکان او نجونې له زده کړو بې برخې دي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست د نشراتو رييس زياتوي، چې له ښوونځيو لرې واټن او ناوړه اقتصادي وضعيت د دې لامل شوى، چې زرګونه ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځيو ته له لاسرسي څخه پاتې شي.
د خوست د پوهنې رياست د نشراتو رييس سيد کبير سنګين وويل: “نږدې ديارلس زره هلکان او نجونې چې د زده کړو عمر ته رسېدلي، خو د لرې واټن، بې وزلۍ او د ښوونيزو مرکزونو د لرې والي له امله له زده کړو بې برخې دي.”
اړوند موضوعات:
ترکیه: له زده کړو د افغان نجونو بې برخې کول غیر اسلامي او انساني دي