امریکايي او هندي مشرانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي جوړښت پر جوړولو ټینګار وکړ

په دغه اعلامیه کې د امریکا او هند مشرانو د یوه سوله ییز، خوندي او باثباته افغانستان ملاتړ کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، بایډن او مودي په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې او له افغانانو سره یې د عاجلو بشري مرستو د دوام پر اړتیا موافقه وکړه.
امریکايي او هندي مشرانو له ط البانو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۹۳ پرېکړه لیک ته غاړه کېږدي او له افغانستانه باید پر یوه هېواد د ګواښ یا برید، ترهګرو ته د پټنځایونو او روزلو، د ترهګریزو بریدونو د پلان او تمویل لپاره کار وانخلي.
(2023 / 6 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په یوه ګډه اعلامیه کې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي جوړښت د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
په دغه اعلامیه کې د امریکا او هند مشرانو د یوه سوله ییز، خوندي او باثباته افغانستان ملاتړ کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، بایډن او مودي په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې او له افغانانو سره یې د عاجلو بشري مرستو د دوام پر اړتیا موافقه وکړه.
اړوند موضوعات: