مالیې وزارت خپل ځیني کار کوونکي بېرته وغوښتل
ماليې وزارت خپل ځینې کارکوونکي بیرته وغوښتل
د مالیې وزات خپلو تخنیکي کار کوونکو ته اعلان وکړ چې بېرته دې خپلو دندو ته راوګرځي.
(2021 / 8 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
د مالیې وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو ویلي چې د تخنیکي برخې مسؤلین دې بیرته خپلې دندې ته راوګرځي او نور مامورین دې تر دوهم امر پورې انتظار وباسي، اعلامیه زیاتوي..:
د دولت ټولو ملکي کارکوونکو ته خبر ورکول کېږي چې:
۱- د نوي اسلامي حکومت له پیلېدو وروسته د کارکوونکو معاشونه د تېر په څېر بیا ورکول کېږي.
۲- بانکي، مالي او ګمرکي فعالیتونه به ډېر ژر پیل شي (د افغانستان بانک، خصوصي بانکونه او نور مالي بنسټونه).
۳- د مالیې وزارت هغه مامورین چې تخنیکي دندې ور تر غاړې دي، کولای شي خپلو دندو ته راشي (لکه: د اسیکوډا مالي سیسټم، افمېس، مطبوعات او خدماتي موظفین).
یادوونه: د مالیې وزارت د نورو برخو مامورین دې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي او مالي کمېسیون تر پرېکړې په تمه شي.