د لوی اختر په رانژدې کېدو سره د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د قربانۍ د څارویو بازارونه جوړ شوي دي
باغي ټي وي رپورټ
د لوی اختر په رانژدې کېدو سره د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د قربانۍ د څارویو بازارونه جوړ شوي دي.
د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مارکېټونه سينګار شوي، خو په دې بازارونو کې د پېرودونکو شمېر ډېر کم دی، په بازارونو کې څاروي ډېر دي خو پېرودونکي يې کم دي، په داسې حال کې ډېر رش نه دی چې راروانېدو ته يوازې څو ورځې پاتې دي. په بازار کښې د څارویو لوړ نرخونه دي او په دې بازارونو کښې د قربانۍ ځناور اخستونکي ډیر کم په نظر راځي ، په داسې حال کې چې سوداګر په بازار کې د څارویو د قیمتي څارویو د بیو له لوړېدو ژاړي.
د سکهر د څارویو په بازار کې د ساتل شوو د قربانۍ ځناورو بیه لږ تر لږه څلور لکه روپۍ ټاکل شوې ده.
دې نه علاوه په ګوجرانواله کښې د څارویو پلورونکي د وزو د خرڅلاو بازار جوړ کړے دے او په دغه بازار کښې وزې په یو کیلو 1190 کلو خرڅیږي.