محب او نادري د لندن په سرکونو لیدل شوي

0
103

د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د سولې وزیر سیدسادات منصور نادري د لندن په سرکونو لیدل شوي دي.

 

هغه عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي په کې د تېر رژیم د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د سولې پخوانی وزیر سیدسادات منصور نادري په قیمت ترینه موټر کې لیدل شوي دي.

 

د ګوګل نقشې د معلوماتو پر اساس د محب او نادري عکس د لندن په مري لیبون سیمه کې اخیستل شوی دی چې د دغه ښار یو له معتبرو ځایونو ګڼل کیږي.

 

د انترنیتي معلوماتو پر اساس هغه موټر چې محب او نادري په کې لیدل شوي دي بنټلي کانتیننتل جي ټي سي نومیږي او د لندن په بازارونو کې یې نرخ تر ۱۵۰پاونډ (شاوخوا دو لکه ډالر) زیات دی.

 

حمدالله محب د اشرف غني د حکومت پر مهال په امریکا کې د افغانستان سفیر او بیا د ملي امنیت مشاور و.

 

هغه د کابل تر سقوط لنډه موده مخکې په ننګرهار کې ویلي وو چې کابل په «بې غیرتۍ» نه خوشې کوي او طالبان به د ده پر مړي تیریږي او ارګ به نیسي. خو محب مخکې تر دې چې طالبان کابل ته داخل شي له اشرف غني سره یوځای ازبکستان ته وتښتېد.

 

سید سعادت منصور نادری بیا د ښارجوړونې وزیر او د سولې د هیئت غړی و. هغه د انګلستان تابعیت لري او هلته یې زده کړې کړي دي.

 

د لندن په سرکونو په قیمت بها موټرو کې د پخوانیو چارواکو ګرځېدل پر دوی د فساد تورونو ته لا تقویه ورکوي.

Leave a reply