د کراچۍ پولیسو په صدر سیمه کې د تعمیر لاندې ودانۍ له جوړونکي څخه د پیسو غوښتلو په تور د سند بلډنګ کنټرول اتھارټي (SBCA) درې لوړ پوړي انسپکټران نیولي دي

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ پولیسو په صدر سیمه کې د تعمیر لاندې ودانۍ له جوړونکي څخه د پیسو غوښتلو په تور د سند بلډنګ کنټرول اتھارټي (SBCA) درې لوړ پوړي انسپکټران نیولي دي.

د ايس ايس پي ساوتھ اسد رضا له مخې د پردي پوليس لخوا په نيول شوؤ افسرانو كښې د ايس بي سي اے درې لوړرتبه افسران، د بلډنګ انسپکټر عمير كريم، امين او ظفر عرف سپاري شامل دي، په داسې حال كښې چې ډپټي ډائرېكټر سيد اويس حسېن او ضياء عرف كلا فرار فرار دي۔

د پوليس وينا ده چي نيولي شوي او تښتيدلي ملزمانو په ايم اے جناح روډ باندي د تعمير لاندي وداني جوړونکي نه د څلويښت لاکه روپو غوښتنه کړي وه چي پکښي دغه کسانو په اولني مرحله کښي پنځه لاکه روپئ ترلاسه کړي وو۔
د سید بلال نجیب په شکایت د پراډي پولیس سټیشن کښې د بھتے مقدمه درج کړې شوې ده، مقدمه کښې د بھتہ خونې او ترهګرۍ دفعات شامل کړی شوي دي.

Leave a reply