پرويز الاهي ته په رسمي توګه مسلم ليګ (ق) ته دراتگ بلنه ورکړل شوې ده اؤ هغه غواړي چې مونږ ته راشي: چوهدري شفيع حسين

باغی ټي وي رپورټ
مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسين زوي چوهدري شفيع حسين وئيلي دي چې پرويز الهي مونږ ته واپسي غواړي خو په اسپانيا کښې ناست کس نه مني.
ميډيا سره خبرو كښې چوهدري شفيع حسېن ووئيل د چوهدري شجاعت او چوهدري پروېز الهي ترمېنځه ملاقات مثبت و۔
هغه وويل، مونس الهي يو کال وړاندې ويلي و، چې سياست يې خپل دی، کورنۍ يې زموږ ده، خو له سياسي پلوه بايد خپله پرېکړه وکړي.
چوهدري شفيع حسين وويل پرويز الاهي ته په رسمي توګه مسلم ليګ (ق) ته دراتگ بلنه ورکړل شوې ده اؤ هغه غواړي چې مونږ ته راشي خو په اسپانيا کې ناست کس يې نۀ مني. ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل په راتلونکي کې به دمسلم ليگ(ن) سره دسيټ انډول کيدى شي.
د پنجاب د پخواني اعلی وزير چوهدري پروېز الهي او چوهدري شجاعت تر منځ له اختلافاتو وروسته پروېز الهي له سياسته د جلا کېدو پرېکړه کړې وه.
د مسلم ليګ (ق) مشر او پخواني لومړي وزير چوهدري شجاعت د پنجاب پخوانى وزيراعلي پرويز الهي د ګوند له څوکۍ ګوښه کړ.چوهدري پروېز الهي او د هغه زوی منیس الهي په تحریک انصاف کې شامل شوي او د تحریک انصاف ګوند مشر ټاکل شوي دي.
په همدې حال کې د (ق) ليګ د صدارت پر سر اختلافات پيدا شول او دا موضوع تر محکمې او ټاکنو کمېسيون پورې ورسېده. اليکشن کميشن د چوهدري وجاهت حسېن په غوښتنه د فيصلې په ترڅ کې چوهدري شجاعت د (ق) ليګ مشر اعلان کړ.