په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي امریکا او لویدیځ په افغانستان کې په “نفاق” تورن کړل
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي امریکا او لویدیځ په افغانستان کې په “نفاق” تورن کړل
هغه افغانستان یو ویجاړ شوی هیواد وباله او له ګډونوالو یې وپوښتل: “د بې ساري او منافقانه عذرونو له مخې د بې سابقې بشري او اقتصادي بحران په حل کې د رښتینې مرستې چمتو کولو نه لیوالتیا نور څنګه تشریح کولی شي؟”
دغه روسي دیپلومات د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو د کلب د جوړولو څرګندونې هم بې ګټې وبللې.
(2023 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي امريکا او لويديځ په افغانستان کې په نفاق تورن کړل او ويې ويل، چې د افغانستان خلک يې په دې حساس وخت کې خپل برخليک ته پريښي او د دې پر ځاى چې د دغه هېواد د وضعيت د ښه والي لامل شي په اوکراین کې د روسیې پر ضد جګړه تمرکز لري.
واسیلي نیبینزیا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۱» د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل: په افغانستان کې د سولې د ټینګښت ژمنې په حقیقت کې یوازې تشې خبرې وې.
اړوند موضوعات:
د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې اوسنی چلند ناسم دی (نشنل انټرسټ نشریه)