د موسمیاتو محکمی د ملک مختلفو ښارونو کښي د پری مون سون بارانونو وړاندوینه کړې ده.
باغی ټی وی رپورټ
د موسمياتو محکمي ترمخه د جون په 25مه نيټه د ملک په لوړو او مرکزي سيمو کښي د بارانونو امکان دے او د عرب سمندر نه به د ملک لوړو او مرکزي سيمو ته مرطوب هوا داخل شي۔
د موسمياتو محکمي چارواکي وائي اسلام آباد، مري، راولپنډئ کښي د 25 جون نه تر 30 جون پوري د باران امکان دے او دې نه علاوه په چکوال، جهلم او سيالکوټ کښي د تيزو هواګانو سره د باران امکان هم شته۔
د موسمياتو محکمي په ګلګت بلتستان، چترال، سوات، ايبټ آباد کښي د باران وريدو او د مانسهره او هري پور پشمول د خيبرپښتونخوا اکثره سيمو کښي د باران وريدو امکان څرګند کړے دے۔
د موسمياتو محکمي ترمخه د پنجاب په زياتره ځايونو کښي د 25 جون نه تر 30 جون پوري د باران امکان دے او د 26 جون نه تر 29 جون پوري د بلوچستان په بارکان، سبي او نصير آباد سيمو کښي هم د باران امکان دے.
د موسمياتو محکمي وينا ده چي په زيارت او ژوب کښي د 26 جون نه تر 29 جون پوري د باران امکان دے ولي ډيره اسماعيل خان، کرک او وزيرستان کښي د تيز هوا او باران امکان دے
په سکر او جیکب آباد کې د جون په ۲۷ او ۲۸ مه د طوفانونو وړاندوینه شوې ده.