د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف آی ای) د غیرقانوني انساني قاچاق شبکه چلولو اصلي تورن پیژندلی دی.

0
169

باغی ټی وی رپورټ

د ايف آئي اے زرائعو ترمخه ملزم د پنجاب د منډي بهاؤالدين سيمي نه په غير قانوني توګه خلک بهر ملکونو ته ليږل، ملزم په غيرقانوني توګه اروپا ته د تلو لپاره د 25 لاکه روپو پيکج معرفي کړے دے۔

سرچينه وايي، تورن کسان جعلي اسناد چمتو کوي او هغو خلکو ته ورکوي، چې غواړي اروپا ته ولاړ شي، هغه خلک چې غواړي بهر ته ولاړ شي، لومړی کراچۍ ته راوړل کېږي.

د FIA سرچینې وايي هغه کسان چې غواړي بهر ته لاړ شي لومړی د الوتنې له لارې قطر ته وړل کیږي او بیا د ځمکې له لارې بحرین ته لیږل کیږي.

د يادونې وړ ده، چې بهر ته د تللو په هيله د جون په ۱۴مه نېټه د يونان سواحلو ته څېرمه د مهاجرينو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه، چې د ګڼ شمېر پاکستانيانو په ګډون په کې سپاره وو، د کښتۍ په پېښه کې تر اوسه د ۸۳ پاکستانيانو د وژل کېدو پخلی شوی دی، چې تر ۱۵۰ ډېر دي. لا تر اوسه ورک دی.

بل اړخ ته وزيراعظم شهباز شريف د انساني قاچاقبرانو په ضد د سختو کاروائي کولو هدايات کړيدے کومو چي په غيرقانوني توګه اروپا او نورو ملکونو ته وګړي ليږلي دي او تر اوسه پوري څلور ايجنټان د مختلفو ښارونو نه نيولي شوي دي۔

Leave a reply