د پاکستان د تحریک انصاف د مشر او د پنجاب د پخواني ګورنر عمر سرفراز چیمه مېرمن د پولیسو لخوا نیول شوې ده.
باغی ټی وی رپورټ
د عمر سرفراز چیمه مېرمن د ترهګرۍ ضد محکمې بهر ونیول شوه.
عمر سرفراز چیمه د جوډیشل ریمانډ پوره کیدو نه پس نن عدالت ته وړاندې کړے شو، د عمر سرفراز چیمه میرمن د خپل خاوند سره ملاقات لپاره عدالت ته رسیدلې وه.
د پوليسو دسرچينو له مخې دپخواني گورنر عمر سرفراز چيمه ميرمن رابعه سلطان په جناح هاوس دبريد په پلټنو کې مطلوبه ده.
د پوليس ذرائعو ترمخه د جيو فينسنګ په ذريعه د رابعه سلطان موجودګي د مئي په نهمه نيټه جناح هاؤس کښې تصديق شوې وه او پوليس د رابعه سلطان په لټه کښې وو چې نن ګرفتار کړے شو۔
ياده دې وي چې د 190 ميليونه پاونډ په اسکام کې د مئي په 9مه نيټه د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د نيول کېدو وروستو په ټول ملک کې د احتجاجونو په لړ کې د تحريک انصاف د مشرانو او کارکنانو په شمول تر 3000 زيات کسان نيول شوي دي.
د پنجاب پخوانی ګورنر عمر سرفراز چیمه هم د می په نهمه د فساد په مقدمه کې تر نظر لاندې دی او د هغه خلاف مقدمه په عدالت کې روانه ده.