د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمينځه يو معاهده شوې ده چې پکښې به د کراچۍ بندر ټرمينل انتظام متحده عرب اماراتو ته ورکولې شي۔
باغی ټی وی رپورټ
تيره ورځ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان او اماراتو ترمېنځه د پورټس او شپينګ معاهدې د فريم ورك منظوري وركړې شوه۔
اوس په کراچۍ کې د متحده عرب اماراتو کونسلګرۍ یو بیان جاري کړی چې د کراچۍ پورټ ټرسټ (KPT) کانټینر ټرمینل به د ابوظهبي پورټس لخوا چلیږي او د تړون له مخې به ابوظهبي پورټس په کراچۍ بندر کې 1.8 ملیارده ډالر پانګونه کوي.
د اعلامیې له مخې د بلک کارګو په سکتور کې به هم پانګونه وشي.
د معاهدې د لاس لیک په دستوره کې وفاقي وزیر فیصل سبزواري او د متحده عرب اماراتو دوه وزیرانو ګډون کړی وو.
د اعلامیې له مخې د کراچۍ نړیوال کانټینر ټرمینل (KICT) ته د کراچۍ ګیټ وے ټرمینل نوم ورکولو وړاندیز شوی دی.