د پي ټي ائي مشران شاه محمود قرېشي او اسد عمر د مې د نهمې د تشدد په مقدمو کې د ضمانت په درخواستونو عدالت ته حاضر نه شول، چې له امله يې عدالت دواړو مشرانو ته تر سبا پورې نور وخت ورکړ چې عدالت ته حاضر شي.

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام اباد هائي کورټ جسټس ارباب محمد طاهر د نهم مئ په ترنول پوليس سټيشن کښې درج مقدمو کښې د پي ټي آئي د پخوانيو وفاقي وزيرانو شاه محمود قريشي او اسد عمر د ضمانت درخواستونو اوريدنه وکړه۔

د عریضه کوونکو وکیل علي بخاري ویلي، چې دواړه مشران سهار اوه نیمې بجې سترې محکمې ته د حاضریدو لپاره راغلي وو، خو پولیسو د محکمې ودانۍ ته د ننوتو مخه ونیوله.

وکیل علي بخاري دا هم وویل کله چې پولیسو د های کورټ دروازه وتړله نو بیرته راستانه شول، محکمه کولی شي د های کورټ دروازې سي سي ټي وي فوټیج وګوري.

عدالت د وکيلانو درخواست په منلو سره اوريدنه وځنډوله چې شاه محمود قرېشي او اسد عمر ته دې تر سبا پورې حاضرېدو وخت ورکړل شي.

ياده دي وي چي د اسلام آباد سيشن کورټ دوه ورځي وړاندي د شاه محمود قريشي او اسد عمر د ضمانت درخواستونه مسترد کړي وو او دوي هائي کورټ ته رجوع کړي وه۔

شاه محمود قریشي او اسد عمر د ضمانتونو له ردېدو وروسته په یوه موټر کې له محکمې څخه وتښتېدل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载