د فرانسې د پلازمېنې پاریس په مرکزي سیمه کې د زورورې چاودنې له امله څو ودانیو ته اور ولګېد، په پېښه کې تر ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

0
90

باغی ټی وی رپورټ

پولیس وايي، په پېښه کې له ۳۰ ټپیانو څخه د ۷ تنو روغتیايي حالت نازک دی.

د پولیسو په وینا، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه او د اور وژنې عملې موجودې دي، چې د چاودنې له امله په ودانیو کې اور لګېدنه تر کنټرول لاندې راغلې ده.

پولیس وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې چاودنه د ګازو د لیک له امله شوې، چې له چاودنې وروسته د یوې ودانۍ مخکینۍ برخه ونړېده.

د پاریس د څارنوالۍ دفتر ویلي چې د چاودنې د علت په اړه څه ویل به له وخته مخکې وي، خو د پاریس د ښاروال مرستیال ادوارد سیول په خپل ټویټر کې ویلي چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا یو قوي بوی وو. له چاودنې مخکې په سیمه کې ګاز

د ژغورنې کارکونکي د دوو ورکو شویو کسانو لټون ته دوام ورکوي چې کیدای شي د خاورو لاندې ښخ شوي وي، د ژغورنې چارواکو له خلکو څخه غوښتنه کړې چې د زیانمن شوي سیمې څخه لرې پاتې شي.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې هم د ګازو د لیکیدو له امله د چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي وو، په داسې حال کې چې د همدې کال په اپریل میاشت کې هم د نوتر ډیم کلیسا په ودانۍ کې اور لګیدلی وو چې ډیر زیان يي اړولی وو. تاریخي ودانۍ ته..

Leave a reply