پاکستان پيپلز پارټۍ د سينئر وکيلانو اعتزاز احسن او لطيف کهوسه ابتدائي رکنيت معطل کړی دی.

0
112

باغی ټی وی رپورټ

جيو نيوز سره خبرو کې د پيپلز پارټۍ مرکزي پنجاب صدر رانا فاروق سعيد د دواړو د غړيتوب د ځنډولو تصديق وکړو.

ده ووئيل د اعتزاز احسن او لطيف کهوسه بنيادي غړيتوب معطل كړې شوې دې۔

رانا فاروق سعيد وويل، اعتزاز احسن او لطيف کهوسه هم د ګوند د مرکزي ايګزيکټيو کمېټۍ غړي دي.

نوموړي ویلي چې ګوند ته یې د اعتزازاحسن او لطیف کهوسه د سی ای سي د غړیتوب د لغوه کولو سپارښتنه کړې ده.

هغه وايي چې د اعتزاز احسن او لطيف کهوسه د ګوښه کولو پرېکړه به د سي ای سي په غونډه کې کېږي.

ياده دي وي چي پيپلز پارټي نن د لطيف کهوسه بنيادي رکنيت ختم کړ او د پارټئ پنجاب مرکزي دفتر کښي د شرم ديوال پرانسته شوي وه چي پکښي د لطيف کهوسه تصوير لګولي شوي وو۔

عمران خان له لطیف کهوسه سره په خپل کور کې وکتل

ياده دي وي چي د ګل په ورځ د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان له لطيف کهوسه سره د هغه په ​​کور کښې ملاقات کړې وو، ملاقات کښې د جمهوريت لپاره پرامنه مبارزه او د آئين لاندې

د موجودو بنيادي انساني حقونو تحفظ په اړه اتفاق شوې وو۔ .

ياده دي وي چي عمران خان د بلوچستان وکيل عبدالرزاق شر قتل کيس کښي خپل نامزدګي د لطيف کهوسه په ذريعه سپريم کورټ کښي چيلنج کړي ده۔

Leave a reply