د پاکستان کرکټ بورډ چیرمین ذکا اشرف د اسیا کپ لپاره د هایبرډ ماډل د پاکستان لپاره غیر عادلانه بللی او ویلي یې دي چې د دې ماډل له مخې به د پاکستان مهمې سیالۍ په هیواد کې نه ترسره کیږي.

باغی ټی وی رپورټ
په اسلام اباد کې د يوې غونډې په مهال د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزير احسان مزاري وويل د پاکستان کرکټ بورډ انتظامي کميټۍ دوره د جون په 19مه نيټه ختمه شوې ده.
وفاقي وزير احسان مزاري وايي اوس انتظامي کميټۍ نور کار نۀ شي کولى، دپيپلز گوند مشرتابه غوښتل چې ذکا اشرف دکرکټ بورډ دمشر په توگه ونومول شي.
هغه زیاته کړه، هند کرکټ د سیاست په توګه کاروي، که د فوټبال او هاکي لوبډلې لیدنه کولای شي، نو د کرکټ لوبډله ولې نه شي راتلای.
بل خوا د پي سي بي چيئرمېن ذکا اشرف وايي چې د پاکستان کرکټ بورډ کې ډېرې ستونزې دي خو د چا خلاف خبرې نه کول غواړي.
هغه وویل اسیاکپ او ورلډکپ راروان دي، مونږ تیاري نیسو، ما وړاندې هم د هایبرډ ماډل رد کړی وو، د اسیا کرکټ کونسل پاکستان ته د اسیا کپ کوربه توب ورکړی، پاکستان باید د اسیا جام بشپړ کوربه توب وکړي، مهمې سیالۍ به له هیواده بهر ترسره شي. د نیپال او بوتان لوبې به په پاکستان کې کیږي، پاکستان سره د هایبرډ ماډل ظلم دی.
ذکا اشرف وويل د پاکستان کرکټ بورډ د پرمختګ لپاره به کوشش کوي، اسلام اباد کې د کرکټ سټيډيم جوړولو منصوبه وه، له بده مرغه دغه پروژه پرمخ لاړه نه شوه، کرکټ هېواد متحد کوي، له ټول هېواد څخه ټاليب مخې ته راځي.
ياده دې وي چې د پاکستان کرکټ بورډ د چيئرمېن لپاره دوه قوي کانديدان ولاړ وو، مسلم ليګ (ن) غوښتل نجم سيټي د پي سي بي د چيئرمين په توګه وويني په داسې حال کې چې پيپلز پارټي د ذکا اشرف پلوي وو او د پي سي بي د چيئرمېن له څوکۍ لرې شو. هغه سيالي چې وروسته اوس د پي سي بي چيرمين لپاره تر ټولو قوي کانديد ذکا اشرف دی.





