باغی ټی وی رپورټ
د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه كښې د كراچۍ د بجلۍ په مصرف كوونكو د سرچارج لګولو منظوري وركړې شوه۔
د اقتصادي رابطې کميټۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې په ١٢ مياشتو کې به د کراچۍ د بجلۍ استعمالوونکو نه يو روپۍ ٥٢ پيسې في يونټ اخلي.
اي سي سي د ملي فوډ سيکورټي وزارت ته هدايات ورکړي چې د لرګيو د واردولو لپاره د موجوده شرايطو د لغوه کولو منظوري ورکولو لپاره د ملي خوراکي امنيت وزارت ته سپارښتنې وکړي.
د اقتصادي رابطې کمېټۍ په غونډه کې د سرکلر قرضې انتظامې په نظرثانی شوي پلان هم غور وشو، کمېټۍ د اربونو روپو استعمالولو منظوري ورکړه.
په غونډه کې دولتي بنسټونو ته د درملو د خامو موادو د واردولو او بېلابېلو وزارتونو او ادارو ته د اضافي مرستو د ورکولو منظوري هم ورکړل شوه.










Leave a Reply