دپيپلز پارټۍ مرکزي پنجاب مرکزي صدر رانا فاروق سعيد د لطيف کهوسه د پارټۍ غړيتوب ختم کړى دى.

باغی ټی وی رپورټ
د لاهور په ماډل ټاون لاهور کې يوې خبري غونډې ته د وينا په مهال د پيپلز پارټۍ سنټرل پنجاب قائم مقام صدر رانا فاروق سعيد وويل چې لطيف کهوسه ته وئيلي شوي وؤ چې سرې کرښې نه تيريږي خو هغه د پارټۍ سره کرښه تيره کړه.
رانا فاروق سعيد تور لګولى چې لطيف کهوسه پيپلز پارټۍ ته د وکيل په توګه راغلى او ګټې يې هم اخستې، ده غوښتل چې خپل زوى اټارني جنرل جوړ کړي خو کله چې هغه ته دغه چوکۍ ورنکړل شوه نو بليک ميل کول يې پيل کړل.
دپيپلز پارټۍ مرکزي پنجاب سرپرست صدر وويل چې لطيف کهوسه بنيادي رکنيت ختموي.
په دې موقع د پيپلز پارټۍ سنټرل پنجاب دفتر کښې د شرم ديوال هم پرانستل شو چې پکښې د لطيف کهوسه تصوير لګولې شوې وو۔
عمران خان له لطیف کهوسه سره په خپل کور کې وکتل
ياده دي وي چي د ګل په ورځ د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان له لطيف کهوسه سره د هغه په کور کښې ملاقات کړې وو، ملاقات کښې د جمهوريت لپاره پرامنه مبارزه او د آئين لاندې د موجودو بنيادي انساني حقونو تحفظ په اړه اتفاق شوې وو۔ .
ياده دي وي چي عمران خان د بلوچستان وکيل عبدالرزاق شر قتل کيس کښي خپل نامزدګي د لطيف کهوسه په ذريعه سپريم کورټ کښي چيلنج کړي ده۔






