د پاکستان د سترې محکمې پخوانى قاضي محمد امين د زړه د حملې له امله ومړ.

0
118

باغی ټی وی رپورټ

د چکوال سره تعلق لرونکی قاضي محمد امين د ۶۶ کالو په عمر ؤ، د جسټس (ر) قاضي محمد امين د مړينې پخلی د هغه کورنۍ هم کړی دی.

د جنازې لمونځ به نن ماښام په راولپنډۍ کې ادا کېږي
د کورنۍ سرچینو له مخې جسټس (ر) قاضي امین له تېرو څو ورځو راهیسې د راولپنډۍ د زړه ناروغۍ په انسټیټیوټ کې تر درملنې لاندې و.

د کورنۍ سرچينې وائي چې د جسټس (ر) قاضي امين د جنازې لمونځ به نن ماښام شپږ بجې په راولپنډۍ کې ادا کيږي.

قاضي محمد امين احمد په 26 مارچ 1957 په چکوال کې زېږېدلی، قاضي محمد امين د 2019 په اپريل کې د سترې محکمې قاضي وټاکل شو.

قاضي محمد امین د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د سترې محکمې د قاضي په توګه تقاعد شو.

Leave a reply