صوبايي وزیر شرجیل میمن د جون په ۲۲ مه د خلکو بس سروس ایپ پیلولو اعلان کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
په کراچۍ کې د شرجیل میمن په مشرۍ کې د ټرانسپورټ څانګې او این آر ټي سي چارواکو یوه غونډه وشوه چې پکې پرېکړه وشوه چې د خلکو بس سروس دې د انټلیجنټ ټرانسپورټ سیسټم لاندې چلول شي او د انلاین سیسټم سره دې وصل شي.
په غونډه كښې ووئيل شول چې په خلق بس كښې سفر كوونكي اولس به د اېپ په ذريعه په اسانۍ سره د ګاډو ځائې معلومولې شي او استعمالونكي به د انلاين بکنګ، روټ، کرايې په شمول نور ضروري معلومات هم ترلاسه كولې شي۔ همدارنګه کولی شي خپل شکایتونه په مستقیم ډول د ایپ له لارې وسپاري.
غونډه كښې ووئيل شول چې د انټليجنټ ټرانسپورټ سسټم لاندې به د خلقو بس څارنه كولې شي، بس كښې به سي سي ټي وي كمرې هم لګولې شي، په بس كښې به آډيو سيسټم، يو ايس بي پورټ، وائی فائي كميونيكشن سسټم او ډرائيور الارم هم وي۔
د برېښنايي بسونو د چارجرونو ستونزه په لومړیتوبونو حل کولو هدایات ورکړل شول
په غونډه كښې ووئيل شول چې 20 شنه بسونه به د اګست تر 20مه پاكستان ته ورسېږي او د خلق بس سروس برخه شي۔
په غونډه كښې د ټرانسپورټ وفاقي وزير شرجيل ميمن هم هدايات جاري كړل چې د اليكټريك بس چارجرونو ستونزه دې په ترجيحي بنياد حل كړو۔
په غونډه كښې د حېدر آباد د هاله ناكې نه تر كسانه موري پورې د خلقو بس سروس چلولو او په لياري ایکسپریس وے باندې د خلقو د بس سروس چلولو په اړه د لا زياتې سروې كولو په اړه غور وشو۔
په دی موقع شرجیل میمن اوویل چی خلقو ته به د غوره، آرامده او ارزانه بس سروس ورکول یقینی کړی شی، د سنده حکومت د خلقو د سفری مشکلاتو ختمول غواړی نو په دی وجه د کراچی، حیدراباد، لاڑکانه، کلیوالو سیمو خلق سکر او میرپورخاص ښاري سیمې به د خلکو د بس سروس له لارې وصل شي.
تر دې وړاندې د ټرانسپورټ وزیر هم په شارع فیصل باندې د خلکو د بسونو لپاره د مخصوص لین جوړولو لارښوونه کړې وه.