باغی ټی وی رپورټ
دپنجاب اسمبلۍ کې دغيرقانوني بھرتيو په مقدمه کې دکرپشن دمخنيوي محکمې قاضي علي رضا تيره ورځ فيصله محفوظ کړې وه کومه چې نن اورول شوې ده.
د فساد ضد عدالت قاضي علي رضا چوهدري پروېز الهي د لس لاکه روپو په ضمانت منظور کړی دی.
ياده دې وي چې چوهدري پروېز الهي د جون په لومړۍ نېټه په لاهور کې د هغه کور ته څېرمه نيول شوی و.پروېز الهي د فساد ضد پوليسو نيولی و.
د پنجاب اسمبلۍ کښې د پرويزالهي خلاف په حکومتي قراردادونو کښې د غيرقانوني ګومارنې او کميشنونو اخستو په تور کښې مقدمې درج کړې شوي دي، د لاهور په پوليس سټيشن کښې د هغه خلاف په حکومت کښې د مداخلت او د پوليسو په ضد د تشدد مقدمه هم درج شوې ده۔










Leave a Reply