د اسلام آباد عدالت د متنازع ټويټ کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف مشر اعظم سواتي د اشتهاري اعلانولو لپاره د کارروائي شروع کولو حکم ورکړے دے۔

باغی ټی وی رپورټ
د متنازعه ټويټ کيس کښې د اسلام آباد سپيشل جج سنټرل اعظم خان د اعظم سواتي د غيرحاضري کولو حکم ورکړے دے۔
وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د اعظم سواتي په دواړو کورونو کښې د وارنټ تعميل رپورټ عدالت ته جمع کړے دے۔
اعظم سواتي ته نن سپېشل جج سنټرل اعظم خان د فرد جرم لګولو لپاره احضار کړی وو خو هغه نن حاضر نه شو.
سپېشل جج سنټرل اعظم سواتي ته د جولائي په ٢٤مه د حاضرېدو امر وکړ.
د عدالت په حکم به د اعظم سواتي په کور، ګاونډ او د عدالت نه بهر اشتهار لګولی شي.






