وزيراعظم شهباز شريف به نن د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن ټاکلو لپاره د پي سي بي بورډ آف ګورنر لپاره د دوه نومونو منظوري ورکوي۔

0
159

باغی ټی وی رپورټ

دسرچينو له مخې دوزيراعظم لخوا دجمهوررئيس ذاک اشرف اؤ مصطفى رميد نومونه ليږل کيدو امکان دى چې دوزيراعظم ددوؤ نومونو سره به دبورډ آف گورنرز شميره 10ؤ ته لوړه شي.

سرچينې وائي چې په بورډ آف گورنرز کې به ٤ ډيپارټمنټ اؤ څلور ايسوسي ايشن غړي شامل وي، دوزيراعظم لخوا د2ؤ نامزدگۍ وروستو به دپي سي بي دچيئرمين انتخاب کيږي اؤ چيف اليکشن کميشنر پي سي بي به دانتخاباتو شيډيول جاري کوي.

د زرائعو ترمخه د پي سي بي د چيئرمېن ټاکنه به روانه هفته کېږي او د منيجمنټ کمېټۍ د چيئرمېن نجم سيټي دوره به د جون په ٢١مه ختمېږي.

ياده دې وي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان کرکټ بورډ د چيرمين پر سر د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند تر منځ ناندرۍ روانې دي، په داسې حال کې چې پيپلز ګوند ويلي، چې د پي سي بي د مشر ذکا اشرف حق لري، که نه. حکومت غواړي نجم سیټي وساتي، بیا دې بل ځای ته وګمارل شي.

نجم سیټي د پی سی بی چیرمین لپاره د سیالۍ نه بهر شو

خو اوس د پي سي بي منيجمنټ کميټي چيئرمېن نجم سيټي پخپله د کرکټ بورډ د چيئرمېن لپاره د سيالۍ نه بهر شوے دے۔

په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې نجم سيټي وئيلي چې زه نه غواړم چې د شهباز شريف او آصف زرداري ترمېنځه د اختلاف سبب شي، دغسې بې ثباتي د پي سي بي لپاره هم ښه نه ده، په اوسنيو حالاتو كښې زه اوس د چيئرمېن په منصب كښې نه يم۔ یو کاندید

وروسته له هغې چې نجم سیټي ځان له سیالۍ بهر کړ، د ذکا اشرف لپاره لاره هواره شوه.

Leave a reply