د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې له نن ورځې راهیسې په ټول هېواد کې د تودوخې د زیاتېدو امکان شته.
باغی ټی وی رپورټ
اوړی نه دی راغلی، اوس به راشي او له نن څخه به د تودوخې درجه نوره هم پورته شي.
د هوا پېژندنې ادارې له مخې د جون تر ٢٤مې نېټې پورې د تودوخې د زياتېدو اټکل شوى دى.
اسلام آباد، بالائي او مرکزي پنجاب، بالائي خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير کښې به د تودوخې درجه 4 نه تر 6 درجو پورې زياته وي۔
د دې نه علاوه په سندهـ، جنوبي پنجاب او بلوچستان کې د تودوخې درجه د نورمال نه دوه نه تر څلور درجې پورې وي.
د هوا پېژندنې ادارې ښاریانو ته لارښوونه کړې چې د ګرمۍ په وړاندې احتیاطي تدابیر ونیسي.