د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په قومي اسمبلۍ کې د بجټ په اړه له خبرو کولو ډډه کړې او ويلي يې دي چې په دې اړه په عمومي بحث کې به برخه وانخلي.

باغی ټی وی رپورټ

هغه د بودیجې وړاندیز لپاره د (ن) لیګ سره په دوه اړخیزه ناسته کې هم برخه نه وه اخیستې. اصف علي زرداري د قومي اسمبلۍ د بجټ په غونډه کې ګډون ونه کړ.

د ملي شورا د ټاکنو قانون تعدیل به روانه اونۍ د تصویب لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستول شي.

د صدر علوي په غېر موجودګۍ کې به عبوري صدر د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سې شنبې په ورځ د بجټ منظوري ورکوي ځکه چې ځينې قانون سازان د حج کولو اراده لري او په سمدستي توګه به حج ته ځي.

مشرانو جرګې د بودیجې په اړه بحث بشپړ کړ او ملي شورا ته وړاندې شوې بودیجې ته یې خپل وړاندیزونه/ تعدیلات ولېږل.

ملي شورا به د مالي سند په اړه له وروستۍ رایې ورکولو مخکې د مشرانو جرګې پر وړاندیزونو غور کوي.

د بجټ په اړه د بلاول خبرداری!
د جون په ۱۷ مه په سوات کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري صدراعظم ته خبرداری ورکړ چې که د سېلاب ځپلو د بیارغونې لپاره پیسې ور نه کړل شي، پیپلز ګوند به د بودیجې د تصویب اجازه ورنکړي.

بلاول بهټو زرداري د سوات په خوازه خیله کې یوې جلسې ته په خپله وینا کې د پاکستان تحریک انصاف په مشر عمران خان او د حکومت په اقتصادي ټیم نیوکې وکړې.

ده وزيراعظم او د هغه اقتصادي ټيم په دوه ګوني معيارونو تورن کړ او ويې ويل چې وزيراعظم وايي په بجټ کې بل څه راغلي، هېواد يې نه شي زغملى، خنډونه دي.

د سیلاب ځپلو لپاره بودیجه تصویب شوه
د بلاول له خبرداري وروسته وزيراعظم د سندهـ سېلاب ځپلو لپاره د ۲۵ اربه روپو منظوري ورکړه.

دسرچينو ترمخه دغه پيسې به په سندهـ کې دسيلاب ځپلو په امداد لګول کيږي، وزيراعظم دجمعې په ورځ دپيپلز پارټۍ پلاوي سره په ليدنه کې دفنډونو برابرولو باور ورکړى ؤ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载