په یونان کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په غمجنه پیښه کې یو بل اجنټ نیول شوی دی.
باغی ټی وی رپورټ
د ايف آئي اے چارواکي وائي چي د نيول شوي ايجنټ تعلق وزير آباد سره دے، نيول شوي ايجنټ په ليبيا کښي مرکزي ايجنټانو ته پيسي استولي، د متاثره خاندان په پيژندګلو باندي د نيولي شوي ايجنټ او مرکزي اسمگلر نه پلټني رواني دي۔
د ايف آئي اے ډائريکټر سرفراز ورک وئيلي دي چي په غيرقانوني توګه بيګناه خلق بهر ملک ته ليږلو څلور ايجنټان نيولي شوي دي، چي ماسټر مائنډ ايجنټان پخوا په جيلونو کښي دي۔
سرفراز ورک وويل، کومه لار چې راوتلې ده، د دوبۍ، ليبيا او بيا د ايټاليا له لارې د خلکو د لېږدولو لپاره کارول کېږي، له بده مرغه کښتۍ ايټاليا ته روانه وه.
د ايف آئي اے ډائريکټر سرفراز ورک وئيلي دي چي ايجنټان ايټاليا ته استولو لپاره 5 نه تر 7 زره ډالره اخلي۔
د يادونې وړ ده، چې د جون په ۱۴مه د يونان سواحلو ته څېرمه ډوبه شوې د مهاجرو په کښتۍ کې د ۸۳ پاکستانيانو د لادرکه کېدو راپورونه هم شته، چې په ترڅ کې يې د ۱۲ تنو ژوندي پاتې شويو پاکستانيانو هويت هم ترلاسه شوی دی.