میدانښار کې د ډبرو سکرو د پروسیس مرکز جوړیږي

0
111

میدانښار کې د ډبرو سکرو د پروسیس مرکز جوړیږي

د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو وویل، چې د نظام قوت په اقتصادي پیاوړتیا سره کیږي اوسمهال په هیواد کې د بیارغونې کارونه چټک شوي او هیلې شته چې هیواد په نیږدې وخت کې پر ځان بساینې ته ورسیږي.

د مسؤلینو په خبره، دغه مرکز په ۷۰۰ جریبه ځمکه کې په ملي او نړیوالو سټندرډنو برابر رغول کیږي چې له دغه ځایه به پروسیس شوي د ډبرو سکاره بسته بندي او بهر هیوادونو ته لېږدول کیږي.

 

(2023 / 6 /  19   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د میدان وردګ ولایت د مرکز اړوند کوټه عشرو سیمه کې نن د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۷۰۰ جرېبه ځمکه کې د ډبرو سکرو د پروسیس مرکز جوړولو چارې پیل شوې، چې د دغه ولایت په چارواکو سربېره د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو او ګڼ شمېر ولسي خلکو پکې ګډون کړی ؤ.
د میدان وردګ ولایت والي قاري بختیار معاذ وویل، چې د ډبرو سکرو د یاد مرکز په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې بیارغونې کارونه چټک شي او ګڼ شمېر کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو وویل، چې د نظام قوت په اقتصادي پیاوړتیا سره کیږي اوسمهال په هیواد کې د بیارغونې کارونه چټک شوي او هیلې شته چې هیواد په نیږدې وخت کې پر ځان بساینې ته ورسیږي.

اړوند موضوعات:

د میدان وردګو والي له یو شمېر چینايي پانګوالو سره کتلي دي

د مسؤلینو په خبره، دغه مرکز په ۷۰۰ جریبه ځمکه کې په ملي او نړیوالو سټندرډنو برابر رغول کیږي چې له دغه ځایه به پروسیس شوي د ډبرو سکاره بسته بندي او بهر هیوادونو ته لېږدول کیږي.
یاد مرکز داسې مهال پرانستل کیږي، چې د دې ولایت یو زیات شمیر کسان له بیکارۍ شکایت کوي.

Leave a reply