د مې په نهمه نېټه د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آی) د مشر عمران خان له نيول کېدو وروسته قهرجنو مظاهره چيانو او شرپسندانو په پېښور کې پر راډيو پاکستان بريد وکړ او لوټ يې کړ او ودانۍ ته يې اور ورته کړ، چې وروسته يې خپرونې هم بندې شوې.

باغی ټی وی رپورټ

د لوټمارۍ په مهال وسله والو د ريډيو پاکستان د ودانۍ مرکزي دروازه هم ماتې کړې او په يوه ټوکرۍ کې يې خرڅه کړې، د دې ترڅنګ قهرجنو مظاهره چيانو زاړه ټيپ ريکارډر، د مايکروفون کيبلونه، مايکونه او نور سامانونه هم لوټ کړي دي.

په دې اړه د پېښور د ريډيو پاکستان سټېشن ډايريکټر اعجاز خان وئيلي دي چې قهرجنو مظاهره چيانو دوي د سيوريج احاطې ته بوتلل۔

د جيو نيوز د پروګرام “جرګې” کوربه سليم صافي د پېښور ريډيو پاکستان ودانۍ ته ورغلی او هلته يې په خپله د تباهۍ نښې وليدې او د سټېشن له رييس اعجاز خان سره يې خبرې کړې دي.

د پېښې د تفصيلاتو بيانولو سره اعجاز خان وويل د عمران خان د نيولو وروستو په نهمه نېټه د پي ټي آئي کارکنانو احتجاج وكړو او د ماښام په مهال يو شمېر شرپسندانو د ريډيو پاكستان د ودانۍ په ديوال ټوپ وكړ او دننه ورننوتل چې د اتومي چاودنو يادونه يې وكړه۔ د چاغي غره موډل چې جوړ شوی و سوځول شوی دی.

بدمعاشانو د رادیو پاکستان د تشنابونو نلونه او د نالیو پوښونه هم واخیستل
د پېښور د ريډيو سټېشن ډايريکټر وايي، د اوريډيټوريم تر بريد وروسته وسله والو په مرکزي ودانۍ بريد وکړ او دلته يې هر څه ويجاړ کړل، دلته يې لوټ کړل او هيڅ يې نه پرېښودل، حتی د تشنابونو نلونه او ويالې يې هم نه وې پرېښې، بريدګر له يوه پلان سره راغلي وو، چې وسلې هم ورسره وې. پټرول

هغه وویل چې موږ یوه ورځ وروسته د می په 11 نیټه د راډیو خپرونې بیا پیل کړې.

په راډيو پاکستان کې د ورانکارۍ مهم رول په ګوته کول
ياده دې وي چې په تېرو څو ورځو کې په راډيو پاکستان کې د ورانکارۍ او اور اچولو مهم رول هم په ګوته شوى دى.

دسرچينو ترمخه جيو فينسنگ وئيلي دي چې دپي ټي ائي پخوانى ايم پي اے اصف خان چې په پرله پسې ډول له لاريون کوونکو سره په تماس کې و، د ريډيو پاکستان په پيښه کې د لاس لرلو تور دى. دپوليسو سرچينې وائي چې دتشدد اؤ دتشدد په تور نيول شوؤ ٥١ؤ شکمنو کسانو بيانونه درج کړل شوي دي چې پکې وئيل شوي دي چې داحتجاج په مهال اصف خان هم مظاهرينو ته دتشدد اؤ محاصره کولو هدايات ورکول.

پوليس وايي پخوانى ايم پي اے د ريډيو پاکستان د پيښې نه پس خپل موبائيل ټيلي فون بند کړے دے.

د پيښور پوليس وايي د پي ټي آئي د پخواني ايم پي اے آصف خان په ضد ئي په شرقي پوليس سټيشن کښي مقدمه درج کړي ده، د ملزمانو خلاف ايف آئي آر کښي د ترهه ګرۍ دفعات شامل دي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载