باغی ټی وی رپورټ
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړى د درېيو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارل شوى دى.
ياده دي وي چي رضوانه دوه ورځي وړاندي په یو مقامي سکول د زنانو په هاسټل کښي په مسلسله توګه په چړو وهلو سره وژلې شوې وه او خاوند او څلور ماشومان ئي په پراسرار توګه لادرکه شوي وو چي بیا د هغې خاوند پوليسو له لوري په بنو ډومیل کښې ونیول شول.
د زنانه ایس ډي او رضوانه د وژلو په تور د هغې میړه نجیب په ابتدا کې په خپل جرم اعتراف کړی دی، د سرچینو په وینا هغه د جوډیشل مجسټریټ لنډی کوتل په وړاندې لړزیدلی حالت کښې وو.
دسرچينو ترمخه د رضوانې څلور بچي لا هم نه دي برآمد شوي او د قتل پشمول نوري پلټني هم روانې دي نو د هغې خاوند د دري ورځو جسماني ريمانډ باندي پوليس ته حواله کړے شوے دے۔
په انځور کې د وژل شوې رضوانې ماشومان څرګند دي.
یوې سرچینې ویلی چې د قتل شوې ښځینه افسرې څلور بچي د ایس ایچ او ډومیل په ولکه کښې دي.










Leave a Reply