د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر محمد طلحه محمود سعودي عرب ته رسېدلی او د جده په ائيرپورټ يې د مذهبي چارو او حج مشن له عملې سره ليدلي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان حج مشن مشران وفاقی وزیر ته تود هرکلې اوویل.
د عمرې ادا کولو وروسته به پاکستاني حاجيان د حاجيانو په استوګنځي کې پاتې شي او په جده کې به د حج په نړيوال کنفرانس کې هم د پاکستان استازيتوب کوي.
سينيټر طلحه محمود په خپل بيان کې وويل چې زه د حج عملياتو د څارنې لپاره راغلی يم. حاجيان بايد د سعودي قوانين مراعت کړي، نوموړي په خپله وينا کې دا هم وويل چې ټول پاکستانيان په سعودي عربستان کې د پاکستان سفيران دي.
هغه اوویل پورټل د حاجیانو د شکایتونو لپاره 24 ساعته کار کوي.
سناتور طلحه محمود وويل زه هم د يو عام حاجي په شان د حج لپاره راغلی يم.
د مذهبي چارو وفاقي وزير سناتور طلحه محمود به د عمرې ادا كولو ورسته د حج اپريشن جائزه اخلي.
وفاقي وزير به سعودي چارواکو سره ملاقاتونه کوي، حاجيانو سره به هم ملاقات کوي او د هغوي په خدمت کښې به مصروف وي. وفاقي وزیر به د پاکستان سرکاري حج او پرایویټ حج سکیم حاجیانو ته د سهولتونو ورکولو نزدې نه کتنه کوي.






