په یونان کې د کشتۍ حادثې په اړه وزیراعظم شهباز شریف نن په ټول هیواد کې د یو ورځي ماتم اعلان کړی دی او په دې موقع به د هیواد ملي بیرغ نیم ځوړند وي.

باغی ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د يونان سره نزدې په مديترانې سمندر کښې د کشتۍ ډوبېدو د پېښې د پلټنو هدايات جاري کړي دي او د پېښې پلټنو لپاره څلور کسيزه اعلي سطحي کميټي هم جوړه کړې شوې ده۔
وزيراعظم په انساني قاچاق کې د ککړو کسانو په ضد د کارروايۍ امر کړى او په دغه ناوړه جرم کې د ککړو ايجنټانو په ضد يې د سمدستي کارروايۍ او سزا ورکولو امر کړى دى.
د وزيراعظم په هداياتو د ايف آئي اے ډي آئي جي عالم شينواري په پېښه كښې د مړو او ژوبل شويو كسانو د معلوماتو او اسانتياو لپاره فوكل پرسن ټاكلې دې۔
د پاکستان لومړي وزیر هم په دې پېښه کې نن د یوې ورځې ماتم اعلان کړی دی.
د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ماتم په ورځ به قومي بيرغ نيمه ځوړند وي او د شهيدانو لپاره به خاص دعاګانې كولې شي۔
د بيان ترمخه وزيراعظم د پېښې د پلټنو لپاره څلور کسيزه لوړ پوړي کميټي هم جوړه کړې ده چې د نيشنل پوليس بيورو ډائريکټر جنرل احسان صادق يې د کميټۍ مشر ټاکلې دې۔ په کمېټۍ کې د خارجه وزارت د افریقې اډشنل سیکرټري جاوید احمد عمراني، د آزاد جمو او کشمیر پونچھ ریجن ډي آئي جی سردار ظهیر احمد او د کورنیو چارو وزارت جوائنټ سیکرټري ایف آئی اے فیصل نصیر هم شامل دي.
کمیټه به په یونان کې د کښتۍ د ډوبیدو ټول حقایق راټولوي، د انساني قاچاق هر اړخ به څیړي او مسؤلین به یې په ګوته کوي.
د پاکستان د سفارت سرچينې وايي، چې ښايي د ډوب شويو پاکستانيانو شمېر تر سلو پورې وي. پاکستانيان د کشتۍ په ښکته برخه کې سپاره شوي وو، چې د ژوندي پاتې کېدو چانس يې کم وو.





