د راتلونکي مالي کال د بودیجې پر سر د حکومت په دوو سترو ګوندونو پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن کې اختلافات راپورته شوي دي.

0
188

باغی ټی وی رپورټ

دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې به دپيپلز پارټۍ چيئرمېن او دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري اؤ ددواړو گوندونو دمالي چارو سره تړلي وزيران اؤ ماهران برخه اخلي.

ياده دې وي چې د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په سوات کښې يوې جلسې ته د وينا په مهال وزيراعظم په بجټ کښې د خپلو وعدو نه پوره کولو تور لګولې وو او خبردارئ ورکړے وو چې که پيسې نه وي نو پيپلز پارټي به د بجټ منظوري ورنکړي۔ د سېلاب ځپلو د بيارغاونې په موخه…

د خپل خطاب په مهال نوموړي په وزيراعظم او د هغه د اقتصادي ټيم د دوه ګوني معيارونو تورونه هم ولګول او ويې ويل چې وزيراعظم شهبازشريف په بجټ کښې څه بل څه راغلي دي او وئيلي دي چې د وعدو په پوره کولو کښې خنډان جوړونکو خلقو نه دې حساب وشي.

ده ووئيل مونږ د وزيراعظم په نيت شك نه لرو، هغه پخپله د سېلاب تباهۍ ليدلې، هغه دې د سېلاب ځپلو سره كړې وعدې پوره كړې، مونږ د اولس خيال لرو په داسې حال كښې چې نور ګوندونه د خاصو خلقو خيال ساتي۔

پرون په نارووال کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته د بلاول بهټو د خبرداري په ځواب کې د مسلم لیګ (ن) مشر او د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال وویل چې د بجټ په چمتو کولو کې باید ټول متحدین شامل کړل شي، حکومت هڅه کوي چې هره پریکړه په اتفاق سره وکړي.

احسن اقبال وويل چې دوزيراعظم په مشرۍ کې هڅه کوي چې ټولې فيصلې په اتفاق سره وکړي.

Leave a reply