پرمخ تللې او ولاړ افغانستان د ټولې خطې لپاره فایده مند دې: پاکستان

0
124

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان دفتر خارجه په سرکاري ویب پانړه یوه خبر پانړه خپره شوې چې پکښې لیکل شوې چې د پاکستان او روس خارجه وزیرانو د افغانستان په موجوده صورت حال په ډیر تفصیل سره خبرې کړي دي.
په خبر پانړه کښې لیکل شوي چې د پاکستان وزیر خارجه شاه محمود قریشي د روس خارجه وزیر سرجي لاورو سره په ټیلیفون خبرې کړي ، د پاکستان وزیر خارجه د روس وزیر خارجه ته دا خبره په ډاګه کړې چې یو پرامن او مستحکم افغانستان نه یواځي د پاکستان په فایده کښې دې بلکه دا ددې ټولې خطې لپاره ډیر ګټور دې.
دواړو وزیرانو په دې خبره اتفاق کړې چې پاکستان، افغانستان او روس به د درې فریقې اتحاد په توګه کار وکړي چې په افغانستان کښې امن او ترقي راشي.
د پاکستان وزیر خارجه د روس هم منصب ډیره ستاینه وکړه چې د افغانستان موجوده سیاسی بدلون په حقله ی د نړې ملکونو او دغه شان پاکستان سره اتفاق وکړو چې د افغانستان مسله حل د سیاسی لارې په ذریعه را اوباسی او په افغانستان کښې تل پاتې امن قایم شي

Leave a reply