د مسلم ليګ (ن) مشر او د پرمختيا او منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وايي، د بجټ په تيارۍ کې ټول اتحادونه شامل وو، حکومت هڅه کوي چې هره پرېکړه په اتفاق سره وکړي.
باغی ټی وی رپورټ
په نارووال کې د خپل خطاب په مهال وزيراعظم شهباز شريف ته د بلاول بهټو د خبرداري په ځواب کې احسن اقبال وويل چې د وزيراعظم په مشرۍ کې هڅه کوي چې ټولې فيصلې په اتفاق سره وشي، په پرېکړو کې ټول اتحادي شامل وو، د بجټ په تيارۍ ښه
احسن اقبال وويل د ائتلافي حکومت ګټې او نقصانات دي، مونږ د بجټ پشمول په هره فيصله کې اتحاديان شامل ساتلي دي، دوي په پاکستان کې پرمختيايي پروژې بحالوي.
ياده دې وي چې تيره ورځ په سوات کې يوې جلسې ته په خپله وينا کې بلاول بهټو وزيراعظم په بجټ کې د ژمنو په نه پوره کولو تورن کړ او خبردارى يې ورکړ چې که د سيلاب ځپلو د بيارغاونې لپاره پيسې ترلاسه نه کړل شي نو پيپلز پارټۍ سره به يې کوي. بودیجه به تصویب نشي.
وزيراعظم وويل بجټ کې بل څه راغلي: بلاول تور
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال په لومړي وزير او د هغه اقتصادي ټيم هم په دوه ګوني معيارونو تورن کړ او ويې ويل، چې لومړي وزير په بجټ کې بل څه وويل، هېواد يې نشي زغملاى، لومړى وزير بايد د خپل ټيم له خلکو حساب واخلي. چې د ژمنو په پوره کولو کې خنډ ګرځي.
ده ووئيل د وزيراعظم په نيت كښې هيڅ شك نشته٬ هغه پخپله د سېلاب تباهي ليدلې٬ هغه دې د سېلاب ځپلو سره كړې وعدې پوره كړې٬ مونږ د ولس خيال ساتو په داسې حال كښې چې نور ګوندونه د خاصو كسانو خيال ساتو۔
د وزيراعظم په مشرۍ کښې يوه مهمه غونډه سبا رابللې شوې ده
بل خوا د راتلونکي مالي کال د بجټ په سر د حکومتي ائتلاف د دوو سترو ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نون ترمينځ د اختلافاتو په اړه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې يوه مهمه غونډه پرون رابللې شوې ده. .
دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې به دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو پشمول ددواړو گوندونو د مالي چارو اړوند وزيران او ماهران برخه اخلي.