روسیه وايي، پاکستان ته یې د تېلو په پېرلو کې کوم ځانګړی تخفیف نه دی ورکړی.
باغی ټی وی رپورټ
د امريکې ميډيا له مخې په سېنټ پيټرزبرګ کښې د نړيوال اقتصادي کانفرنس په موقع ميډيا سره د خبرو په وخت د روسيې د انرجۍ وزير نيکولائي شلګينوف اوويل چې پاکستان ته د تېلو سپلائي پېل شوې ده او د دې لپاره هغه د چين د کرنسۍ يوان د تاديې په توګه منلې ده. دی
د روسیې د انرژۍ وزیر ویلي چې پاکستان ته د تېلو په بیو کې کوم ځانګړی تخفیف نه دی شوی، پاکستان ته هم د نورو پېرودونکو په څېر تېل ورکول کېږي.
هغه دا هم تایید کړه چې له پاکستان سره د بارټر اکمالاتو په اړه هم خبرې شوي خو تر اوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې.
ياده دي وي چي وزيراعظم شهباز شريف د جون په 11مه نيټه اعلان کړے وو چي د روس نه د خام تيلو وړ سامان د کراچي په بندر کښي ډوب کړے شوے وو۔
وروسته د پټرولیم وزیر مصدق ملک وویل چې پاکستان د روسیې د خام تیلو د واردولو لپاره روسیې ته په یوان کې پیسې ورکړي دي.