د پاکستان پرایویټ حج سکیم حاجیانو ته غوره خدمتونه او اسانتیاوې وړاندې کوي،د پاکستان پرایویټ حج خدمتونه په نړیواله کچه ستایل کیږي: کامران زیب ، د هوپ خیبر پښتونخواه چیرمین

نصیب شاه شینوراي
.
په سعودي عربستان کې د تیرو کلونو په څیر د پاکستان د حج تنظیم کونکو اتحادیې تر څارنې لاندې د حج عملیات په بریالیتوب سره دوام لري، پاکستاني حاجیانو ته په مکه مکرمه او مدینه منوره کې غوره اسانتیاوې ورکول کیږي.
د دې خيالاتو څرګندونه د هوپ خيبر پختونخوا چيئرمېن کامران زيب ميډيا سره د خبرو په مهال وكړه۔
هغه اوویل سعودب عرب کښې پاکستاني حاجیانو ته ښه سهولتونه او اسانتیاوی ورکوو ،هغه زیاته کړه حاجیانو ته صفا خوراکونه ورکول کیږی او هغوی لپاره په اعلی او ښایسته هوټلونو کښې استوګنه ورکړل شوې ده.
په سعودي عربستان کې د پاکستان پرائیویټ حج اپریشن انچارج علي اکبر شیخ د وټس اپ پیغام له لارې رسنیو ته وویل چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره هوپ مرکزونه جوړ کړي چې پکې د هوپ استازي ۲۴ ساعته موجود وي. د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د هوپ مشران او نمایندګان شپه او ورځ د حاجیانو خدمت ته حاضر دي.
ياده دي وي چي هوپ پاکستان تر سيوري لاندي د پاکستان خصوصي حج سکيم په نړيواله سطحه ستائل شوې او د سعودي عرب حکومت هم هوپ پاکستان ته د غوره خدمات لپاره اعزازي سندونه ورکړي دي۔





