د منځنۍ کرمې مشرانو له حکومتی چارواکو غوښتې چې د مناتو سکول ته دې د هاییر سیکنډري سکول درجه ورکړی

باغی ټی وی رپورټ
د ضم قبایلي ضلعې په منځنې کرمه کښې ځایی مشرانو غوښتنه کړي ده چي ګورنمنټ هائي سکول مناتو ته دي هائير سیکنډری درجه ورکړے شي، له میټرک وروسته زده کوونکي مجبور دي چې د نورو زده کړو لپاره لیرې پرتو سیمو ته لاړ شي او زده کړې وکړي .
د وسطي کرمې په مناتو سيمه کې يوې جرګې ته په وينا کې د سيمې مشرانو ملک نواب خان، حاجي شريف، نيک احمد او نورو مشرانو د پاکستان له وفاقي وزير او خارجه وزير ساجد طوري، د پاک فوځ ضلعي انتظاميې او عمر اورکزۍ څخه غوښتنه وکړه چې د مناتو ښوونځي ته باید د لوړو زده کړو ښوونځي حیثیت ورکړل شي په منځنۍ کرما کښې په سلګونو زده ککونکی سکولونو ته راځي او په دي سیمو کښي هیڅ هم د ثانوي درجې سکولونه نشته، چي له وجې ئي د لیري پرتو سیمو سکولونو ته په تګ مجبور دي.
مشرانو غوښتنه وکړه چې
حکومت باید پرته له ځنډه د مناتو عالي لېسې ته د عالي ثانوي ښوونځي حیثیت ورکړي.




