د استحکام پاکستان ګوند مشر علیم خان ویلي دي چې عثمان بزدار باید دا وخت په زندان کې وي.

0
93

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز د جرګې په پروګرام کې د خبرو پر مهال نوموړي وويل چې څه خبرې کوي په پي ټي ايي کې هم ټولو ته معلومه ده.

د ثبات پاکستان ګوند مشر ویلي، که غواړې نو له شاه محمود، شیرین مزاري او اسد عمر څخه پوښتنه وکړه، چې د علیم خان خبره رښتیا ده که دروغ؟

عليم خان وويل، پرويز خټک بايد لومړی د ثبات پاکستان ګوند سره يو ځای شي.

ده زياته کړه چې دده ګوند منشور به د پي ټي ائي وي ځکه چې دا منشور ټولو په ګډه جوړ کړى دى.

عليم خان وويل ددوي گوند به جلا انتخابونه کوي، د هيچا سره به اتحاد نۀ کوي، د څوکۍ د سمون فيصله به د سيمې سياسي مشران کوي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې په پنجاب کې د رشوت اخستو او تقررۍ په تور د پخواني وزيراعلي عثمان بزدار په ګډون د اتو مهمو شخصيتونو خلاف د کرپشن په ضد مقدمه درج کړې شوې وه، په داسې حال کې چې د احتساب قامي ادارې (نیب) په لاهور کې مقدمه درج کړې وه. د دوی په ضد دوسیه هم روانه ده.

د پنجاب پخواني وزيراعلي عثمان بزدار د مې د نهمې نېټې پېښې وروستو د سياست نه د وتلو اعلان کړی دی، هغه ويلي د ۱۴ مياشتو راهسې په بېلا بېلو عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

عثمان بزدار د پي ټي آئي په حکومت کښې د دريو کالو نه زيات وزيراعلي وو او اکثره وخت په پي ټي آئي کښې د هغه د کارکردګۍ په اړه د اختلافاتو خبرونه هم راغلي وو خو د پي ټي آئي چيئرمېن ورته خپل وسيم اکرم پلس ويل.

Leave a reply