نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد پینځه ولایتونو کې درې کارخونې کشف او ۲۲ تنه نیولي دي.
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد پینځه ولایتونو کې درې کارخونې کشف او ۲۲ تنه نیولي دي.
17 جون پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په څو جلا عملیاتو کې په پينځو ولایتونو کې د نشه یي توکو درې کارخونې ترلاسه او ۲۲ کسان یې د یادو توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۱۵ تنه په هرات، درې تنه په ننګرهار او یو تن په کابل کې نیول شوی دی.
همدارنګه، یادو پولیسو د نشه یي توکو دوه فابریکې د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې موندلي او دوه تنه یې له ډېرې کچې نشه یي توکو سره نیولي دي.
اړوند موضوعات
د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مرستیال د یوناما داخلي سیاسي رئیسې سره کتلي.
دې ته ورته د نشه یي توکو یوه فابریکه په نیمروز ولایت کې هم ترلاسه شوې او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.