اقتصادي کمیسیون مالیې وزارت ته امر کړی تر څو کنړ کې د بریښنا بند د پاتې چارو ترسره کولو لپاره اړین ګامونه واخلي.
اقتصادي کمیسیون مالیې وزارت ته امر کړی تر څو کنړ کې د بریښنا بند د پاتې چارو ترسره کولو لپاره اړین ګامونه واخلي.
17 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کنړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو لپاره به مالیې وزارت د قراردادي شرکت پاتې انوایس ورکوي او قراردادي شرکت مکلف دی چې د یاد انوایس له اخیستلو سره سم د خپلو مقروضینو پيسې هم ورکړي.
د کنړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ برښنا بند کارونه 97.7 سلنه ترسره شوي او پاتې هغه به یې هم په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون غونډه کې د اصنافو د ملاتړ په اړه تیرکلنۍ پریکړه تمدید شوه.
یاده دې وي چې دغه بند د 2.1 مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې 4000 کورنیو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي.