د پنجاب پخواني وزيراعلي چوهدري پروېز الهي ته ورکړل شوې د پنجاب اسمبلۍ کارکوونکي بيرته اخستل شوي دي.

0
88

باغی ټی وی رپورټ

د اسمبلۍ د ذرائعو ترمخه د پروېز الهي نه د پنجاب اسمبلئ خارجه عملې کښې د سکيورټي اهلکارو، ډرائيورانو او پخليانو پشمول 60 ملازمان شامل دي۔

پخوانی سیکرټري محمد خان بهټي معطل کړی شوي

بل اړخ ته د سپیکر پروېز الهي په دوره کې د پنجاب اسمبلۍ سیکرټري محمد خان بهټي هم معطل کړی شوی دی چې په اړه یې نوټیفیکیشن هم جاري کړی شوی دی.

دسرچينو ترمخه محمد خان بهټي دکرپشن اسټيبلشمنټ په سپارښتنه ځنډول شوى دى، هغه دپروېز الهي دسيکرټري په توگه په کرپشن تورن دى په داسې حال کې چې هغه دا مهال دکرپشن دمخنيوي ادارې په توقيف کې دى.

د نوټيفيکيشن ترمخه د پنجاب اسمبلۍ ډي جي پارليماني افيئرس راي ممتاز بابر هم د محمد خان بهټي سره برطرفه کړے شوے دے۔

Leave a reply