سمندري طوفان بپر جوی، چې له عربي بحیرې څخه راپورته شوی، کمزوری شوی او په ډیپریشن بدل شوی.

0
245

باغی ټی وی رپورټ

د موسمیاتو محکمی وینا ده چی ډیپریشن په تهرپارکر او هندی راجستان کښي موجود دے په داسی حال کښي چی دا ډیپریشن کمزوری کیدو او د هند راجستان کښي د کم فشار په سیمه بدلیدو امکان شته.

د سندهـ ضلعو کښې د طوفان له وجې باران شوے دے

د موسمياتو محکمي ترمخه نن په تهرپارکر، عمرکوټ او بدين کښي د تيزو هواګانو او د تيزو هواګانو سره د باران امکان دے چي پکښي د هوا سرعت له 30 نه تر 40 کلوميټره في ساعت پوري او توفان به 50 کلوميټره في ساعت ته رسيدے شي۔

د موسمياتو محکمي ترمخه په سجاول او ميرپورخاص کښي د باران وريدو امکان دے

د بلوچستان کب نيوونکي سمندر ته تللي شي: د موسمياتو محکمه
د ماهي ګانو په اړه د موسمياتو محکمه وايي چې د بلوچستان ماهيان به له نن څخه خپل فعاليتونه پيل کړي، په داسې حال کې چې د سندهـ ماهيان به سبا خپل فعاليتونه پيل کړي.

د بپر جوی اغیزې

په تیرو 24 ساعتونو کې د بپرجوی طوفان له امله 168 ملی میٹر باران ثبت شوی.

د ډپټي کمشنر ترمخه په تعلقه ډيپلو 166، اسلامکوټ 105 او ننگرپارکر کې 68 ملي متره باران ريکارډ شوى دى.

په کراچۍ کې د تعلیمي فعالیتونو د بیا پیلولو اجازه

کله چې په کراچۍ کې د طوفان خطر ختم شو نو کمشنر کراچۍ ښار کې د معمول کار کولو اجازه ورکړه.

د بپرجوی طوفان په نظر کې نیولو سره په کراچۍ کې د تعلیمي فعالیتونو د ځنډولو امر شوی او ساحل ته تلونکي سړکونه هم تړل شوي دي.

په ښار کې د بې باورۍ له امله د انټرمیډیم په ګډون د نورو ټولګیو امتحانونه هم ځنډول شوي وو خو اوس کمشنر کراچۍ ښار کې د امتحانونو په ګډون د نورو تدریسي فعالیتونو د بحالولو اجازه ورکړې ده.

Leave a reply