جین میریټ په پاکستان کې د برتانیې نوې هائی کمشنر ټاکل شوې ده.

0
227

باغی ټی وی رپورټ

جین میریټ به په پاکستان کې د برتانیې لومړۍ ښځینه کمیشنر وي چې د جولای په نیمایي کې به خپله دنده په غاړه واخلي.

په سوشل ميډيا خپل يو پيغام کښې جين جين وئيلي دي چې د پاکستان لپاره د هائي کمشنر په ټاکنه د خوشحالۍ خبره ده، د پاکستان او برطانيې اړيکې به په راتلونکي کښې نورې هم مضبوطې شي، پاکستان او انګلستان په ميراث سره تړلي دي، د خلکو ترمېنځه مضبوط تعلقات دي همکاري او د سوداګرۍ وده.”

هغه لیکلي چې دوستي او د مشترک دولت اړیکې د سوکاله راتلونکې تضمین کولی شي.

جین په خپل ټویټر کې یوه اردو جمله هم لیکلې چې ‘ژر به وګورو’.

جین ماریټ د سپتمبر 2019 راهیسې په کینیا کې د عالي کمیشنر په توګه دنده ترسره کوي.

په پاکستان کې د برتانیې پخوانی هائی کمشنر څوک وو؟

له دې وړاندې کرسچن ټرنر په پاکستان کې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې د برتانیې د هائی کمشنر په توګه دنده ترسره کوله او د خپلې دورې له بشپړیدو وروسته یې استعفا وکړه.

کریسټین ټرنر په لندن کې د بهرنیو، دولت مشترکاتو او پراختیا دفتر کې د جیو پولیټیکل عمومي رییس ټاکل شوی.

Leave a reply