د خزانې پخواني وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې اول دې د خزانې وزارت فيصله وکړي چې د آئي ايم ايف پروګرام بايد وکړو او که نه.

0
187

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده کښې د اسحاق ډار بيان ته په اشارې سره هغه وويل جيو پوليټيک تير کال په ستمبر کښې نه وو ايجاد شوے بلکې د تل لپاره روان دے.

هغه وویل چې که د امریکا او چین تر منځ کوم تضاد موجود وي نو په سپټمبر کې پیل شوی نه و.

ياده دې وي چې د خزانې په اړه د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې د ګډون په مهال د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي وو چې زمونږ په ضد جيو پوليټك كولې شي د دې لپاره چې پاكستان ناداره شي۔

ده ووئيل چې سټېټ بانك د پاكستان يو بانك دى نه د كومې نړيوالې ادارې، د سټېټ بانك په ايكټ كښې داسې تعديلات شوي چې د رياست دننه رياست ښكاره شو، دا بدلونونه په رياست كښې دننه د رياست د جوړولو سبب شول۔

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډارني وئيلي دي چې آئي ايم ايف مونږ نه غواړي چې په هيڅ سکټور کښې د ټيکس معافيت نه راکوي، د يو خودمختار ملک په توګه مونږ ته د څه قسمه ټيکس معافيت ورکولو حق دې، مونږ پوهيږو چې څومره ټيکس له کوم ځايه جمع کړو.

Leave a reply