د پیپلز ګوند مرتضی وهاب د ۱۷۳ رایو په ترلاسه کولو سره د کراچۍ ښاروال وټاکل شو، خو جماعت اسلامي د پایلو د ردولو اعلان کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د کراچۍ ښاروال لپاره د پيپلز ګوند کانديد مرتضي وهاب او د جماعت اسلامي حافظ نعيم تر منځ سيالي وه، چې مرتضي وهاب ١٧٣ او حافظ نعيم ١٦٠ ووټونه ترلاسه کړي وو، چې حتمي اعلان به اليکشن کميشن کوي.
د کراچۍ ښاروال تر انتخاب وروسته د يوې خبري غونډې پر مهال د جماعت اسلامي کراچۍ امير نعيم الرحمان وويل، د ۳۱ بې درکه کسانو پرته د ښاروال ټاکنې د منلو وړ نه دي، موږ پايلې ردوو.
د جماعت اسلامي ګوند کانديد حافظ نعيم الرحمان له ماتې سره سره د بريا ادعا وکړه او ويې ويل، کور، عدالت او سړک درې لارې دي.
جماعت اسلامي هم سبا په ټول ملک کښې د تورې ورځې نمانځلو اعلان کړې دې۔
ياده دې وي چې تحريک انصاف د کراچۍ ښاروال په ټاکنو کې د جماعت اسلامي ملاتړ اعلان کړی و، خو د ووټ اچولو لپاره د پي ټي ايي ۳۰ منحرف غړو د ووټ نه ورکولو پرېکړه کړې وه او پولنګ سټېشن ته نه وو رسېدلي. .






