د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې پيپلز پارټي د پاکستان کرکټ بورډ د چيئرمېن کېدو حق لري، هيله ده چې د پيپلز پارټۍ ذکا اشرف به د پي سي بي چيئرمين شي۔

0
121

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې پيپلز پارټي د پاکستان کرکټ بورډ د چيئرمېن کېدو حق لري، هيله ده چې د پيپلز پارټۍ ذکا اشرف به د پي سي بي چيئرمين شي۔

ډیره اسماعیل خان کښې جیو نیوز سره خبرو کښې فیصل کریم کنډي اوویل چې حکومت دې د نجم سیټي مهارتونه بل چرته استعمال کړي.

د جیو نیوز د خپرونې ‘کیپیټل ټیک’ کوربه حامد میر ویلي، چې د خلکو ګوند په دې نظر دی، چې د لوبو وزارت له موږ سره دی او د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د لوبې په وزارت پورې اړه لري،

چې باید مشري یې وکړي. زموږ سړی هم وي نه نجم سیټي، پیپلز پارټي غواړي د نجم سیټي پر ځای ذکا اشرف راولي خو نواز شریف غواړي چې نجم سیټي دې نه ټینگیږي.

په دې اړه خپرونه کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او وفاقي وزیر خرم دستګیر د دواړو ګوندونو تر منځ د اختلافاتو تاثر رد کړ.

ورپسي دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وويل دپي سي بي چيئرمېن په معامله هيڅ اختلاف نشته.

مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال رانا ثناء الله وويل وزيراعظم همېشه هر چا سره چل کوي اؤ دپيپلز پارټۍ مشر اصف زرداري هم تل په تفاهم خبرې کوي.

ده ووئيل د كركټ بورډ د چيئرمېن په معامله كښې هر اړخ نظر لرلې شي كوم اختلاف نشته۔

ياده دي وي چي د پاکستان کرکټ بورډ انتظامي کميټي چيرمين نجم سيټي څو ورځي وړاندي وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات کړي وو چي پکښي وزيراعظم ورته د پي سي بي چيئرمېن ټاکني زر تر زره مکمل کولو هدايات کړي وو۔ .

شهباز شریف نجم سیٹھی د پاکستان کرکټ بورډ چیرمین لپاره کاندید کړی دی.

Leave a reply